IQNA

په آمازون کې د افغان سترمنو میرمنو د برقعې یا  چادري خرڅلاؤ زیات شوی دی

16:52 - January 25, 2023
د خبر لمبر: 3486803
ایکنا-(تهران) دافغانستان  میرمنو د برقې یا چادري  خرڅلاؤ  چې د څه دپاسه  نوی فیصدي افغان میرمنو او انجونوپوښښ دی  او  داسلامی حجاب او ستر په توګه و رڅخه  استفاده کیږي،په آمازون کې  چې  د آنلاین پيرپلور یو تر ټولو لوي پلیټ فارم دی ، دټولنیزو چینلونو  کارونکو ډير زیات پام  ورآوړیدلی دی .

ایکناخبری آژانس دخامه پریس له قوله راپور راکړ،په دغه پلیټفارم کې د افغان سترمنو میرمنو برقعه او چادري  اوس په  آ مازون آنلاین پلورنځي  یا فروشګاه کې د پلور لپاره  په متوسط بیّې ۹۹ډالرو سره وړاندې شوی دی.

د  ټولنیزو چینلونو دکارؤنکو په دې اړه غبرګونونه  داسې ؤ چې د لویدیځي ا خستونکو لپاره د برقعې دخرڅولو او یا تبلیغاتو په حقیقي مورد کې یوه پوښته راپورته کوي ځکه آ مازون د افغانستان په بازار کې  شتون نه لري.

دټولنیزو رسندویو ترشا تاریخچه  ښئ چې  دغه محصول او تولید میاشتې میاشتې کیږي چې په آمازون کې موجود دی،خو په  دا ورستیو کې د ټولنیزو رسندویو د فعالانو او خبریالانو دپام وړ ګرځيدلی دی .

 د طالبانو په رهبرۍ د  افغانستان موقته حکومت  دغه ډول ستر یا حجاب په درست هیواد کې د  افغان میرمنو لپاره لازم کړی او  په نورو شکلونو سره په افغانستان کې حجاب ئې ممنوع کړی دی. دغه فرمان د افغانستان د امر بالمعروف او نهی از منکر دتبلیغ او دودولو د وزارت له خوا اعلان شوی دی.

 https://iqna.ir/fa/news/4117111/%D

captcha